خبرونهټولنهروغتیا

بغلان کې په نشه يي توکو ۳۴ روږدي د درملنې مرکز ته ولېږدول شول

کابل،د مرغومې ۸مه، باختر
د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي، چې په دې ولایت کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولو په لړ کې یې دا ځل۳۴ په نشه يي توکو روږدي د پلخمري ښار له بېلابېلو برخو راټول او د درملنې مرکز ته لیږدولي دي.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند مولوي شیراحمد برهاني وویل، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د راټولولو د پروسې په دوام او د سړې موسم څخه د دوی د ژوند ژغورلو او درملنې په موخه د پلخمري ښار له بېلابېلو سيمو څخه ٣٤ تنه روږدي کسان راټول او د درملنې په موخه يې د معتادينو د درملنې مرکزونو ته ولېږدول.
برهاني زیاته کړه چې راټول شوي روږدي کسان د روږدو کسانو د درملنې په کمپ کې د ۴۵ ورځو لپاره تداوي کېږي او د درملنې د مودې له پای ته رسېدو او د روږدو کسانو تر بشپړ رغېدو وروسته بیا د امنیې قوماندانۍ د نشه یي توکو پروړاندې د مبارزې پولیسو لخوا خپلو کورنیو ته سپارل کېږي.
په همدې مهال نیازمحمد یوتن په نشه يي توکو روږدی چې تازه د درملنې له کمپ څخه فارغه شوی دی وايي، چې دا چاره د روږدو کسانو د ژوند ښه کېدو په موخه ډېره مهمه ده او اړتیا ده چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته