خبرونهنړۍ

بريتانيا هڅه کوي چې له افغانستان سره اړيکې پياوړې کړي

 کابل، د چنګاښ۱۰ مه، باختر

په افغانستان کې د برېتانیا د سفارت شارژدافیر هوګو شورتر په دوحه کې د افغانستان د بهرنیوچارو له سرپرست مولوي امیرخان متقي سره په کتنه کې ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د خپلو اړیکو د لا ټینګولو هڅه کوي.

د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د بريتانيا د سفارت شارژدافير وويل چې د دغه هېواد له نوي حکومت  سره د اړيکو د پياوړتيا لپاره ګام په ګام  عملي ګامونه اخلي.

د برتانیې د سفارت شارژدافیر ویلي، چې هېواد به یې د ۳.۵ میلیونو پونډو مرستو سربیره په افغانستان کې د زلزله ځپلو د حالت د ښه کولو لپاره نورې مرستې هم ولیږي.

د بريتانيا د سفارت شارژدافير د دغه هېواد وروستۍ اعلاميې ته په اشارې سره چې په افغانستان کې له جګړې او تاوتريخوالي څخه ملاتړ نه کوي، ټينګار وکړ چې بريتانيا به له هيڅ داسې ډلې ملاتړ ونه کړي چې د تاوتريخوالي له لارې سياسي اهداف ترلاسه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي له افغانستان سره د بريتانيا د بشري مرستو او داسلامي امارت له مخالفينوسره ددغه هېواد د ملاتړ دنه منلو په ترڅ کې د افغانستان په زيربنايي ، رفاه او اقتصادي پراختيا کې ددغه هېواد همکاري مهمه وبلله .

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې کتنه کې پر پورتنیو موضوعاتو سربېره پر اقتصادي همکاریو، پوهنې او سیاسي مسایلو هم خبرې وشوې او د نظرونو تبادله وشوه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام ټینګار وشو.

د يادونې وړ ده، چې د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ دوحې ته تللى، څو د امريکا او اروپايي هېوادونو له ډيپلوماټانو سره د افغانستان د مرکزي بانک د شتمنيو خلاصون او د نورو مسایلو په اړه خبرې وکړي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته