کابل، د مرغومې ۲۶ مه، باختر
د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د فوټبال الف لیګ پیل شوې سیالۍ د حاجیګګ کان لوبډلې په بریا پای ته رسېدلې دي.
د بامیانو د فوټبال فدراسیون مسوول محمد عظیم سعادت د باخترآژانس خبریال ته وویل، چې دغه سیالۍ ۱۲ ورځې مخکې د ۹ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې چې د حاجیګګ لوبډلې لومړی او د خورشید بامیان لوبډلې دویم مقام خپل کړ.
د يادونې وړ ده، چې د دغو سیالیو وروستۍ لوبه د حاجیګګ او خورشيد باميان د لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې له يوې په زړه پورې سيالۍ وروسته پايلوبه مساوي شوه او په پاى کې د پنالټي په ترڅ کې د حاجیګګ کان لوبډلې د خورشيد باميان لوبډلې ته د ۵ پر وړاندې په څلورو سره ماتې ورکړه او بریاو یې خپله کړه.