ټولنه

دپلورونکو دګران پلورنې دمخنيوي لپاره دجلال اباد ښاروالۍ هڅې .

کابل باختر دوږي  يوولسمه :
دننګرهار ولايت دمرکز جلال اباد ښاروالۍ هڅه کوي چې دنرخنامې  په ټاکنې سره دپلورونکو دګران پلورنې  مخه ونيسي
له اصنافو  سره دنرخنامې  دټاکنې بهير کابو يوه اوونۍ کېږي چې پيل شوى دى او دوام لري .
  دجلال اباد ښاروالۍ مقامات وايي چې له دې  وروسته دپلورونکي دنرخنامې  له مخې د خپلو مالونو او توکو په پلورنې  اقدام وکړي .
ټاکل شوې ده دغه نرخ نامه دجلال اباد ښاروالۍ او دننګرهار ولايت  داړوندو ولسواليو دبازارونو په کچه اجرا شي .
  دجلال اباد ښاروالۍ يوه مسوول  باختراژانس  ته وويل چې څو اصنافو  ته نرخ نامه جوړه  کړې ده او نورو اصنافو ته  دنرخ نامې  دجوړولو په باب  کار دوام لري .   ده پلورونکو ته خبر دارى ورکړ که چيرې  په ګران پلورنې  لاس پورې کړي له قانوني چلند سره  به مخامخ  شي .
دجلال اباد ښاروالۍ دغه مسوول وايي چې نرخنامې  دموادو او مالونو دبيې په پام کې نيولو سره برابره شوې ده او په هغې کې دپلورونکي ګټې ته پاملرنه شوې ده .
داپه داسې حال کې  ده چې ننګرهاريانو تل داړتيا وړ لومړنيو  توکو په  تيره بيا دخوراکي توکو او دسوند دموادو دبيو دلوړيدو  له امله سرټکولى دي .
   ختم_  سعيده _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته