نړۍ

بارک اوباما :په اسيا کې به دامريکا رول کمزوري نه شي

دامريکا جمهور رييس بارک اوباما نن وويل: په اسيا کې دامريکا دپراخه پوځي رول پلانونه دبودجي دکمښت له امله نه اغيزمن کيږي . او امريکا د ارام سمندر په سيمه کې ددغې سيمې ديوه قدرت په توګه خپل شتون ته دوام ورکړي .

بارک اوباما استراليا ته دخپل دوه ورځني سفر په وخت کې ددغه هيواد په پارلمان کې په خپلو خبرو کې هڅه وکړه ، هغه انديښنې لري کړي چې وايي دامريکا دپوځي بودجي کمښت ښايي په اسيا کې دواشنګتن رول کمزوري کړي .

ده وويل، ددفاعي لګښتونو کمښت به داسيا پسفيک دسيمې لګښتونه اغيزمن نه کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا