سیاست

تبصره // مفسدين، له تروريستانوڅخه ډيرخطر ناک

 کابل باختر دزمري دمياشتې ٢٢ مه :
په امنيتي او دفاعې بنسټونوکې د اداري فساد دوام او د دغو بنسټونو د منسوبينو په حقوقو او امتيازاتو مزې جړچې او د هغو په نسبت نه پاملرنه او بې عدالتۍ کيداى شي د دښمن په وړاندې د جنګي روحيې دکمزورتيا سبب شي او د تيرو شپاړلسو کلونو ډيره ستره لاسته راوړنه چې د دفاعي او امنيتي ځواکونو جوړول او سمبالول دي، له چلنج سره مخامخ کړي.
د باختر آژانس مفسر ليکي:
په دې وروستيو وختوکې د هېواد په امنيتي او دفاعي سکتورکې له اداري فساد سره د مبارزې په موخه يو کنفرانس جوړ شو. دغه کنفرانس ټيک په داسې وخت کې جوړيږي چې د هېواد په امنيتي او دفاعي بنسټونوکې د اداري فساد د شتون په باب خبرې او تورونه زور اخلي. په داسې ډول چې نه يوازې سرتيرى او افسر چې د هېواد په ډيرو خطرناکو سيموکې د ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره مبارزه  کوي، د فساد، د تجهيزاتو  او امکاناتو د کمښت او د ځاى په نسبت د مسوولانو د نه پاملرنې او بې عدالتۍ خبرې  کوي. د سيګار يا د افغانستان د بيا جوړولو لپاره د امريکا د ځانګړې څارنې د ادارې په ګډون سترو بهرنيو موسسو او همکارو موسسو په وار وار په دغو بنسټونوکې د اداري فساد د شتون خبرې کړې دي.
په دغو بنسټونوکې د فساد شتون دومره جدي او له انديښنو ډک دى چې د مهماتو او د حربي امکاناتو د پلورنې چې د يو عسکر، يوې پوستې، يوه کلي، يوې ولسوالۍ او په پاى کې د يوه ولايت او په ټوله کې د هېواد د ساتنې لپاره  کارول کيږي، خبرې کيږي چې د عسکر او خلکو ټټرسورى کړي او زموږ خپل امکانات زموږ پرخلاف وکارول شي. دغه شان عملونه او اقدامات نشي کيداى  يوازې د منفعت غوښتوونکو شخصي غرضونو سبب شي.
دغه شان اقدامات له هېواد سره خيانت او له دښمن سره همکاري ده چې عاملان يې بايد دملي خاينانو په توګه تر تعقيب لاندې ونيول شي.
هغه څه چې په دغو بنسټونوکې د اداري فساد په باب او يا په  بله  ژبه خيانت ويل کيږي، کومه پټه خبره نه ده.
د ملي وحدت د حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله  د دغه کنفرانس په پاى کې په ډانګ پيلي ډول وويل: (( د اداري فساد دوام د هېواد د امنيتي او دفاعي بنسټونو دريځ ته زيان رسوي، د دغه بنسټ د منسوبانو قربانۍ او نيک نوم بدناموي او دښمن پرخلاف د جګړې په انګيزې اغيزه کوي .))
دغه جګپوړى حکومتي مقام په خپله بيانوي چې د يوې بکسې ګولۍ، رنجر او ټانک او د نورو پوځي تجهيزاتو حساب نه ورکول کيږي، په دښمن مهمات پلورل کيږي او دښمن په هماغو وسلو سره د ملت ټټر په نښه کوي او آن د شهيدانو په اکراميې او له ټپيانو سره په مرستې مزې چړچې کيږي.
د حکومت ددغه مشر خبرې ښيي چې په دغو بنسټونوکې فساد په پيچلي او سيستماتيک ډول شتون لري. ددغه شان يو حالت دوام کولاى شي د هېواد امنيتي، اقتصادي او سياسي حالت زيانمن کړي، په داسې حال کې چې امنيتي او دفاعي ځواکونه د خپل هېواد او خاورې وارثان او مدافعان  دي  او د هر رهبر، هر مقام، هرې ادارې او په ټوله کې د هېوادوالو مصوونيت، امنيت او د کار دوام د دغو ځواکونو د سرښندنو او ځان تېريدنو محصول دى او حق تلفي او د هغو په  حقوقو مزې چړچې خيانت دى.
مفسدين چې د يوه عسکر او د يوه افسر له حق څخه غلاکوي، له هغه تروريست سره کوم توپير نلري چې د طالبانو، داعش، آى اس آى او يا د دغه هېواد د کوم بل دښمن د هېواد د دويجاړولو او د خلکو د وژنې لپاره ګومارل کيږي، آن کولاى شو ووايو چې دغه غله له تروريستانوڅخه خطرناک دي، ځکه د تروريستانو نومونه او هدفونه څرګند دي. په داسې حال کې چې مفسدو غلو د دوست او همکار په نامه زموږ ترڅنګ ځاى نيولى دى او په پټه د هېواد بنسټ ويجاړوي.
په هېوادکې له فساد سره د مبارزې په کارکې د دولت اقدامات د ستاينې وړ دي خو دغه بهير دوام او عادلانه کار ته اړتيا لري.
لاتر اوسه پورې هم ميليون ډالري غله او مفسدين  نه دي پيژندل شوي او هماغه شان  پټ او په عين حال کې فعال دي.
له ادارې فساد سره د مبارزې په کارکې د دفاعي او امنيتي بنسټونو د مسوولانو ژمنې او خبرې د اهميت وړ دي، خو خلک د هغو په عملي کيدو ټينګارکوي.
په همدې ترتيب له فساد سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز دې بايد په هېوادکې د فساد سترې او جدي دوسيې ترلاس لاندې ونيسي چې د دولت د ژمنو په نسبت د خلکو اعتماد چې ټينګارکوي د فساد جرړې باسي، زيات شي.
پاى شکريه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته