خبرونهاقتصادTOP

باخترهوايي شرکټ کندز ته آزمایښتي آلوتنې پیل کړې

٦- کابل / د مرغومي ۱۸ باختر
باخترهوايي شرکټ پرون مازیګرکندز ته خپل لومړنۍ آزمایښتي آلوتنه پیل کړه.
د باخترد هوايی شرکت رییس محمد مسلم خرم باخترآژانس خبریال ته وویل چې د باخترهوايي شرکت د آزمایښتي آلوتنې په ترسره کولوسره مسافرینوته په مناسبه بیه د تګ د پلورنې په برخه کې هم هلې ځلې کوي.
د کندز ولایت د مالي او اداري مرستیال حشمت الله رحیمي عرض بیګي وویل چې د کندزسیمه ییزه اداره په ټول توان سره هلې ځلې کوي چې د باخترد هوايي شرکت د آلوتنې لپاره زمینه برابره کړي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته