خبرونهنړۍ

ایران او اسرایل؛ تهران د صهیونست رژیم ملګرو ته بل خبرداری ورکړی

نړۍ، د وري ۲۸مه، بهرنۍ رسنۍ 

د ایران د وسله وال پوځ عمومي ویاند سردار ابو الفضل شکارچي له اسرایلو څخه د اروپایي او ځینو نورو لویدیځو هېوادونو لکه امریکا، انګلستان، فرانسې او جرمني په غبرګون کې د خبرداري په ډول غوښتنه کړې، چې د صهیونستي رژیم له ملاتړ څخه لاس واخلي.

د نوموړي په اصطلاح دغه هېوادونه که له خپل ګیلم څخه پښې بهر وغځوي، نو د ایران له سخت ځواب سره به مخ شي.

دغه راز د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال علي باقري تازه په یو ټلویزیوني خپرونه کې ټینګار کړی، چې د اسرایلو بله حمله او خطا به لا پسې چټکه، پیاوړې او په تدبیر سره وي.

ورته وخت کې تسنیم خبري اژانس وایي، ایران د مصر د بهرنیو چارو وزارت له لارې اسرایلو ته خبرداری ورکړی، چې د تهران پر وړاندې ګامونه په احتیاط سره واخلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته