روغتیا

مولوي عبدالکبير: له خصوصي سکتورڅخه ملاتړ او په افغانستان کې پانګونه د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ده

کابل/ د سلواغې ١٧ / باختر:
د افغانستان د اسلامي امارت د رياست الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير نن په سپيدارماڼۍ کې د افغانستان د درملو او روغتيايي محصولاتو اتحاديې له مشرتابه او غړو سره وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې: په دې کتنه کې لومړى د افغانستان د درملو د متشبثينو او روغتيايي محصولاتو د اتحاديې رييس عبدالحکيم حميدي، او د دغې اتحاديې مرستيالانو ډاکترنجيب الله صاحب زاده او ډاکټر احمد سعيد شمس سره په ترتيب سره خبرې وکړې.
دوى له امنيتي وضعيت څخه خوښي څرګنده کړه چې د سوداګرۍ او صنايعو لپاره يې ښه چاپيريال رامنځته کړى دى د روغتيايي محصولاتو د توريد او توليد په برخو له هغې جملې بانکي ستونزې، پر وارداتي اوومه موادو د لوړو تعرفو او د خوړو او درملو په اداره کې د جامع قوانينو نشتوالي د رياست الوزرا له مرستيال سره شريک کړل.
دغه راز دوى له دولت څخه د خصوصي سکتور د لازيات ملاتړغوښتنه وکړه او په هېواد کې دننه د روغتيايي محصولاتو په توليد کې د لازياتې پانګونې خبر ورکړ.
د يادونې وړ ده چې تردې مهاله د افغانستان ٩٥ سلنه درمل له بهر څخه واردېږي.
دوى د درملو د قانون د بيا کتنې او له کورنيو توليداتو څخه د ملاتړ غوښتنه وکړه او ويې ويل، د درملو د فابريکو او روغتيايي محصولاتو لپاره دې ځانګړى صنعتي پارک جوړ شي او پانګه والو ته دې لازم شرايط برابرشي.
د رياست الوزا سياسي مرستيال له سوداګرو او پانګه والو څخه د خلکو د خدمت له امله مننه وکړه او ويې ويل، له خصوصي سکتورڅخه ملاتړ او په افغانستان کې پانګونه د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه ده او ستاسو د ستونزو او وړانديزونو د حل لپاره به د اړوندو بنسټونو له لارې هلې ځلې وشي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته