سیاستTOP

اوکراين د افغانستان د سولې بهير ملاتړ کوي

کابل / د غبرګولي١۴مه / باختر
د هېواد د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر د اوکراين د بهرنيو چارو له وزير سره د ويډيو کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې بهير او دوه اړخيزو او څو اړخيزو همکاريو د پراختيا په اړوند خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دغه ويډيو کنفرانس کې د بهرنيو چارو وزير په تېرو دوو لسيزو کې د بشري حقونو په برخه کې د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د افغانستان اسلامي جمهوريت د هلوځلو په اړوند خبرې وکړې.
هغه اشاره وکړه چې يواځې د اسلامي جمهوريت جوړښت کولى شي د نړيوال تروريزم په خوندي پټنځاى د افغانستان د بدلېدو مخه ونيسي او په افغانستان کې د دايمي سولې د ټینګښت سبب شي.
د اوکراين د بهرنيو چارو وزير په تېرو دوو لسيزو کې د دموکراټيکو لاسته راوړنو په ساتنې په ټينګار سره د هېواد د بهرنيو چارو وزير ته د افغانستان د سولې له بهير څخه د اوکراين د هر اړخيز ملاتړ ډاډ ورکړ.
همدارنګه دواړو لوریو د دوه اړخيزو او څو اړخيزو اړيکو د پراختيا د څرنګوالي او د (PS752) الوتنې د قربانيانو کورنيو ته د ځواب ورکولو د همغږۍ د نړيوالې ډلې د کاري بهير په اړوند خبرې وکړې. ختم- ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته