سیاستخبرونهTOP

اوغلو: د دوحې له جوړېدونکي کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبد الکبیر نن د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینرلي اوغلو سره په سپېدار ماڼۍ کې وکتل.
اوغلو په دغه کتنه کې خوشبیني وښوده، چې د امریکا او اروپايي هېوادونو په ګډون نړیواله ټولنه لېواله ده، چې له اسلامي امارت سره اړیکې پیل او ورسره همکاري وکړي. هغه وويل چې ځينې نړۍوال قوانین او کنوانسیونونه شته، چې باید اسلامي امارت ورته ژمن و اوسي.
نوموړي څرګنده کړه، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان په اړه ښې پرېکړې وشي او له دې کنفرانس وروسته به له افغانستان سره د نړۍ په اړیکو کې مثبت تغییرات راشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي همدارنګه وویل چې هيڅوک د اسلامي امارت د نسکورېدو په هڅه کې نه دي، بلکې ټول غواړي چې اسلامي امارت له نړۍوالې ټولنې سره وصل شي.
نوموړي زياته کړه، چې نړۍوال بانک به په نېږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه غونډه ولري، چې د افغانستان د بانکي سکتور د ودې، د تعزیراتو د ختمېدو او په دغه هېواد کې د نړۍوال بانک د نیمګړو پروژو پر بیا پیلولو به پکې بحث او خبرې وشي.
په ورته وخت کې د رياست الوزراء سياسي مرستيال په دغه کتنه کې يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ یا یوناما په شتون کې د سولې د نوي استازي ټاکلو ته اړتیا نشته.
هغه همدارنګه وويل چې اسلامي امارت هم غواړي له نړۍ سره ښه مناسبات ولري او دغه راز يې د دوحې په راتلونکې ناسته کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون په اړه هم بحثونه پيل کړي دي.
د رياست الوزراء سياسي مرستيال همدارنګه وويل چې دوی د نړۍوال بانک له لوري په افغانستان کې د نیمګړو پروژو د بیا پیلېدو هرکلی کوي او هيله لري، چې د دوحې په راتلونکې ناسته کې به د افغانستان د بیارغاونې، بشري مرستو او پر بانکي سیستم د تعزیراتو لرې کولو برخو کې اغېزمن ګامونه واخیستل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته