بهرنۍ رسنۍ، د غوايي ۱۸مه، نړۍ
د فلسطین حماس غورځنګ وایي غزه کې د اوربند په اړه د قطر او مصر له لوري وړاندې شوې طرحې سره یې هوکړه کړې.
دغې طرحه کې راغلي، چې د جګړې د ښکېلو لوریو ترمنځ به ډزبندي کیږي، اسرایلي ځواکونه به شاتګ کوي، بې ځایه شوي فلسطینیان به خپلو مېنو ته ستنیږي او د دواړو لوریو ترمنځ به د بندیانو تبادله هم کیږي.
خو اسرایلي لوري ویلي، چې دغې طرحه کې د دوی غوښتنې نه شي پوره کېدلی او د راپورونو له مخې پر رفح ښار د عملیاتو پیل لپاره یې پوځ راټول کړی دی.
اسرایلو کې دننه بیا عامو اسرایلیانو د حماس له پرېکړې د ملاتړ لپاره لاریون کړی او له صهیونست حکومت څخه یې غوښتي، چې دغه هوکړه لاسلیک کړي.