امنیت

ننګرهار کې د دوو قوماندانانو په ګډون ۱۳ تنه طالبان وژل شول

جلال اباد باختر د سلواغې ۸ مه
د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په قلاګۍ سیمه کې د دوو قوماندانانو په ګډون دیارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له لوري د ترسره  شویو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې، د وژل شویو په ډله کې  د حصارک ولسوالۍ لپاره د طالبانو د عشر او زکات مسوول صحبت خان هم شامل دی.
سرچینه زیاتوي چې دغه راز په ترسره شویو عملیاتو کې  د طالبانو د وسلو او مهماتو یوه زېرمه او دوه مرکزونه  هم له منځه وړل شوي دي.
ویل کېږي په دغو عملیاتو کې چې تېره شپه ترسره  شوي دي، په کې افغان ځواکونو او ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته