خبرونهامنیت

امنیتي ځواکونو په جوزجان کې د الکولي مشروباتو يوه کارخانه کشف کړه

 کابل/ د غوايي١٩مه/ باختر

د جوزجان امنيتي چارواکي وايي، چې پرون یې د شبرغان ښار په مربوطاتو کې د يو  لړ ځانګړوعملياتو په ترڅ کې د الکولي مشروباتو يوه فابريکه کشف کړې ده.

د جوزجان د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکو سره د مبارزې مدير قاري نورالحق باختراژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو په يو لړ ځانګړو عملياتو کې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د الکولي مشروباتو يوه فابريکه کشف او له منځه وړې ده .

هغه وويل چې له دغې فابريکې څخه خوسا مميز او ٣٠ لېتره الکولي مشروبات ترلاسه شوي دي.

د فابریکې په تړاو يو تن هم نيول شوى دى.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته