اقتصاد

ديرش ښوونحي بيارغول کيږي

کابل- باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
په ښوونځيو کې دبيارغاونې دديرشو پروژو قراردا لاسليک شو.
په دغو پروژو کې چې دښوونځيو دانګړونو د ديوالونو جوړول، دروغتيايي برخو اودباسکټبال او واليبال دډګرونو جوړول شامل دي. ټاکل شوى ده چې د دوو مليونو او اووه سوه زرو افغانيو په لګښت په دريو مياشتو کې بشپړشي .
ويل کيږي ددغو پروژو په بشپړولو سره دهرات ښار او ولسواليو دښوونځيو دمهمو برخو ستونزې لرې کيږي.
دهرات ولايت دپوهنې رياست يومسوول باختراژانس ته وويل: په سلوکې اويا پروژې د ولسواليو په کچه اونور يې دښار په ښوونځيو کې پلي شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته