خبرونهنړۍ

امریکا یو ځل بیا غزه کې د اوربند پرېکړه لیک ویتو کړ

نړۍ، د کب ۲ مه، بهرنۍ رسنۍ

د امریکا متحده ایالاتو پرون سه شنبې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرېکړه لیک چې غزه کې د بېړني بشردوستانه اوربند په اړه چمتو شوی وه، ویتو او پر ضد یې رایه کارولې ده.

دغه پرېکړه لیک د الجزایر له لوري وړاندې شوی و او تېره ورځ رایې اچونې ته وړاندې شو، چې د امریکا د ویتو له امله بریالی نه شو.

امریکا په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې دا څوم ځل دی، چې ورته عمل ترسره کوي او د دغې جګړې اوږدېدو ته لاره هواره وي.

واشنګټن بیا ویلي، چې که دغه پرېکړه لیک ته یې مثبته رایه ورکړې وای، نو د ښکېلو لوریو ترمنځ روان مذاکرات له خطر سره مخ کول.

ګڼو هېوادونو د امریکا دغه پرېکړه غندلې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته