سیاستخبرونهاقتصادTOP

اقتصادي کمېسیون د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب طرحه منظوره کړه

 کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

د اقتصادي کمېسیون په نوبتي ناسته کې، د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د الکټرونیکي سکنرونو د نصب، د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه او ځینو نورو موضوعاتو بحث وشو.

باختر آژانس ته د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې ناسته کې چې نن د ریاست‌الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ جوړه شوه؛ تر هر اړخیز بحث وروسته د خصوصي سکټور له لوري د هېواد په ۱۲ ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو نصبولو طرحه منظوره شوې ده. د دې طرحې له مخې به خصوصي سکټور د عامه – خصوصي مشارکت له لارې پر دې پروژه شاوخوا اته میلیارده افغانۍ پانګونه کوي.

د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې، دغه راز د کور او ښار جوړولو وزارت پر اقتصادي طرحه بحث شوی او د طرحې له هر اړخیزې ارزونې وروسته، پرېکړه شوې چې د کور او ښار جوړولو وزارت پالیسي جوړوونکی دی، د پروژو سروې، ډیزاین او نظارت به دغه وزارت ترسره کوي او تطبیق یې بیا د اړوندو وزارتونو او ادارو مسئولیت دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته