امنیت

په هرات کې دانسان تښتونې د يوې شبکې ړنګيدل

کابل باختردغبرګولي دمياشتې ١٦:
دهرات ولايت دملي امنيت رياست د سازمان موندلوانسان تښتوونکو ديوې شبکې  دړنګولو خبرورکړ.
په دغه  ډله کې چې حرفوي انسان تښتوونکي شامل دي دملي امنيت درياست  دکارکوونکو د اوپراتيفي کار په نتيجه کې وپيژندل شول   او  ونيول شول.
دهرات ولايت دملي امنيت درياست مسوولينو دغه تورن کسان ميرحمزه د بشير زوي،حسين دعبدالجبار زوي، ميراحمد دګل احمد زوى  او داود دمحمداسماعيل د زوي   په نومونو ياد کړي دي .
په دغو کسانو تور لګول شوى  دى چې څه موده  مخکې يې  ډاکتر عوض دکهسان ولسوالۍ له مربوطاتو څخه تښتولى اوشهيدکړى دى.
تورنوکسانوپه ابتدائي تحقيقاتوکې ددغه انسان تښتوني مسووليت منلى او اعتراف يې کړى دى  چې  دپيسو د ترلاسه کولو په خاطر يې  هغه تښتولى و.
دملي امنيت درياست  مسوولين دهرات ولايت  شريفو خلکوته ډاډ ورکوي چې  له انسان تښتوونکوسره به  په قاطعيت سره چلند وکړي  او اجازه نه ورکوي  چي پلورل شوي عوامل  دخلکو امنيت  ته زيان ورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستيو مياشتو کې څو انسان تښتوونکې ډلې دملي امنيت  د کارکوونکو له خوا نيول شوي او محاکمه شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته