خبرونهامنیت

افغان ځواکونو د یوې ورانکارې ډلې مشر ونیوه

کابل/ د چنګاښ ۱۴ مه / باختر

د کورنیو چارو وزارت د جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د پنجشیر له پولیسو سره په همغږۍ په دغه ولایت کې د حامد غنچو په نامه د یوې ورانکارې ډلې مشر ونیوه.

دغه کس د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د خلکو د وژلو  او ګواښ او د کابل ښار  د دوهمې او څلورمې حوزو په مربوطاتو کې له هټیوالو څخه د پیسو په اخیستو تورن دی.

له نیول شوي کس څخه یوه کلاشینکوف هم ترلاسه شوې ده.

غنچو په لومړنیو څېړنو کې اعتراف کړی چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي دي.

وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته