کابل باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه :
ټاکل شوې ده د افغانستان او عراق ترمنځ د هوايي خدمتونو د وړاندې کولو موافقه ليک لاسليک شي.
په همدې مقصد د هوايي چلند د خپلواکې ادارې معين له عراق سره د هېواد د هوايي خدمتونو د همکارۍ د موافقه ليک د لاسليک کولو په مقصد عراق ته سفر وکړ.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د ملکي هوايي چلند د خپلواکې ادارې
د پلان او پاليسۍ معين ډاکتر محمدقاسم وفايي زاده په همدې مقصد بغداد ته تللى دى.
دى به د دواړو هېوادونو ترمنځ د هوايي خدمتونو د وړاندې کولو د موافقه ليک د لاسليک په ترڅ کې د افغان زيارت کوونکو د چارو د تنظيم په باب هم له عراقي لوري سره خبرې اترې وکړي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل