کابل – باختر د ورى دمياشتې ١١
اته تنه وسله وال طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره د مخامخې جګړې په بهيرکې ووژل شول.
په دغو جګړه مارانو نن سهار ډيورند کرښې ته څېرمه په کامديش په ولسوالۍ کې د پوځيانو له خوا د دوى په پټنځي بريد وشو.
د افغانستان په ختيځ کې د سرحدي پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې پيښه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل: يرغلګر په خپل پټنځي کې د يو لړ تروريستي بريدونو په پلان جوړول بوخت وو چې د پوځيانو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول.
ويل کيږي؛ په دې پيښه کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.
1 د یوې دقیقې څخه لږ