خبرونهورزش

آمو نهنګانو لوبډلې د دریو منډو په توپير هندوکش ستوري ته ماتې ورکړه

کابل، د چنګاښ ۲۸مه، باختر
د افغانستان د شپږیزې کرکټ لیګ په درېیمه لوبه کې امو نهنګانو لوبډلې هندوکش ستوري لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو درېیمې لوبې پچه هندوکش ستوري لوبډلې وګټله او آمو نهنګانو لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.
آمو نهنګانو لوبډلې په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۴۷ منډې جوړې کړې. دغې لوبه کې د آمو نهنګانو لپاره احسان الله جنت ۴۴ او عبدالواسیع نوري ۳۶ منډې جوړې کړې. په ځوابي توپ وهنه کې هندوکش د نهو ویکټو په سوځېدو سره په شلو آورونو کې ټاکل شوی هدف پوره نه کړ او د دریو منډو په توپیر یې سیالې لوبډلې ته لوبه بایلوده.
د شپږیزې کرکټ لیګ اتم پړاو کې د آمو نهنګانو لوبډلې چټک توپ اچوونکي یوسف ځاځي پنځه ویکټې ترلاسه کړې. نوموړي خپلو ۴ اورونو کې د ۱۸ منډو په ورکولو پنځه لوبغاړي د لوبې له ډګره بهر کړل او یو اور یې میډن ترسره کړ.
څلورمه لوبه د پامیر زلميو او بست ساتونکو ترمنځ ترسره کېږي، پامیر لوبډلې د لوبې پچه ګټلې او لومړی یې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
دغه سیالۍ د روانې جولای میاشتې په ۱۸مه پیل شوې چې د اګست تر پنځمې به دوام وکړي.
س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته