سیاست

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډې د یو شمېر قوانینو طرحې تائیدې کړې

کابل باختر د وږي ١٥ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د کابینې فوق العاده غونډه پرون له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رېيس د وياند دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ؛
د اجنډا مطابق د عدلیې وزیر د کانونو د قانون  طرحه غونډې ته وړاندې کړه ويې ویل، د کانونو د قانون طرحه د قوانینو د کمېټې غونډې په ۱۵ فصلونو او ۷۷ مادو کې تائید کړې ده.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د کانونو د قانون  طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه له یو  لړ سمونونو وروسته نهایي کړي.
وروسته د عدلیې وزیر د ښاروالیو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، یاده طرحه د قوانینو د کمېټې غونډې په ۳۴ فصلونو او ۲۲۶ مادو کې تائید کړې ده.
کابینې له بحث او غور وروسته د ښاروالیو د قانون  طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د قانون یاده طرحه دې د اقتصاد وزیر او د کابینې د نورو غړو د اصلاحي نظریاتو او دغونډې د یادښتونو مطابق سمه او نهایي کړي.
وروسته د عدلیې وزیر د دولتي شرکتونو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، یاده طرحه د قوانینو کمېټې غونډې په ۷ فصلونو او ۵۱ مادو کې تائید کړې ده.
کابینې د دولتي شرکتونو د قانون طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د مالیې وزارت او په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د ستر سلاکار په همغږۍ دې یاده طرحه د کابینې د غړو د نظریاتو په پام کې نیولو سره تر غور وروسته سمه او نهایي کړي.
دغه راز د عدلیې وزیر د ځانګړو اقتصادي زونونو د قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، یاده طرحه د قوانینو کمېټې په غونډه کې په ۴ فصلونو او ۳۳ مادو کې ترتیب شوې ده.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د ځانګړو اقتصادي زونونو د قانون طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ، یاده طرحه دې د جمهوري ریاست دویم مرستیال تر نظر لاندې د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره سمه او نهایي کړي.
د غونډې په بله برخه کې د عدلیې وزیر د ځمکې د پراختیا  د قانون طرحه غونډې ته مطرح او زیاته یې کړه، یاده طرحه د قوانینو دکمېټې غونډې په ۷ فصلونو او۴۶ مادو کې تائید کړې ده.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته یاده طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د قانون عنوان دې «د ځمکې د انکشاف شرکت قانون» باندې تصحیح او د کابینې د غړو اصلاحي نظریات په کې درج او نهایي کړي.
همدارنګه د عدلیې وزیر د عامه او خصوصي مشارکت قانون طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، یاده طرحه د قوانینو دکمېټې غونډې په ۸ فصلونو او ۶۳ مادو کې تائید کړې ده.
کابینې له بحث او غور وروسته د عامه او خصوصي مشارکت قانون طرحه تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې یاده طرحه دې د اقتصاد او فوایدعامې وزیرانو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تصحیح او نهایي کړي.
وروسته دعدلیې وزیر له اداري فساد سره د مبارزې د قانون طرحه چې د قوانینو د  کمېټې  غونډې په ۵ فصلونو او ۳۸ مادو کې تائید کړی وه، غونډې ته وړاندې کړه.
کابینې له هراړخیزو بحثونو وروسته د عدلیې وزارت موظف کړ، ترڅو یاده طرحه د ادارو ترمنځ د وظیفوي تداخل د مخنیوي په مراعتولو سره د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر نظر لاندې د کابینې د غړو د اصلاحي نظریاتو په پام کې نیولو سره تر بیا کتنې وروسته سمه او نهایي کړي.
په همدې ترتیب د عدلیې وزیر د عسکري محکمو د تشکیل او صلاحیتونو قانون د مجدد انفاذ طرحه او د عسکري محکمو د پرېکړو د اعتبار، قرارونه او نور اداري اجراات چې د قوانینو د کمېټې غونډې په ۲ مادو کې تائید کړي وو، غونډې ته وړاندې او کابینې تائید کړه.
وروسته دعدلیې وزیر د جزایي اجرااتو قانون لومړۍ ګڼې ضمیمې  دځینو مادو د تعدیل او لغوې طرحه غونډې ته وړاندې او زیاته یې کړه، د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو، لوی څارنوالۍ ادارې او ملي امنیت شورا دفتر د استازو ګډې غونډې پر یاده طرحه غور وکړ  چې په نتیجه کې یې د یادې ضمیمې د لسمې مادې تعدیل او د دولسمې مادې  لغوه تسوید او د تصمیم ګیرۍ په موخه د ا.ا.ج کابینې ته وړاندې کېږي.
کابینې یاده طرحه په پرنسیب کې تائید او د عدلیې وزارت یې موظف کړ، د جمهوري ریاست دویم مرستیال، قاضی القضات او لوی څارنوال په همغږۍ دې د یادې طرحې د دولسمې مادې د تعدیل پر څرنګوالي بیا غور وشي او هغه دې نهایي کړي.
د غونډې په دوام د عدلیې وزیر د جزائي اجرااتو قانون ۳۵۰ ماده کې د زیاتولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تائید کړه.
وروسته نوموړي د ۱۴۲۱ هـ . ق کال د ۷۹۳ ګڼې رسمې جریده کې د وګړو د احوالو ثبتولو قانون د ۱۷ مادې د تعدیل خپره شوې طرحه چې د قوانینو کمېټې له تائید وروسته ترتیب شوی، غونډې ته وړاندې کړه چې کابینې تائید کړه.
په همدې ترتیب د عدلیې وزیر د هوايي ډګرونو د حق الاجرت او ملکي هوايي چلند تاسیساتو د مقررې د ځینو مادو د تعدیل او زیاتولو طرحه چې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په خاطر د هوايي ډګرونو د پراختیا او انکشاف په موخه ترتیب شوې، غونډې ته وړاندې او کابینې تائید کړه.
د غونډې په پای کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت کابینې د دولتي تصدیو قانون د تعدیل طرحه په پرنسیب کې تائید او عدلیې وزارت یې موظف کړ چې د اړوندو ارګانونو په همغږۍ یې نهايي کړي. ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته