امنیت

دوه تنه د هيروينو د قاچاقو په وخت کې ونيول شول

کابل – باختر د سلواغې دمياشتې ١٨
دتخار ولايت پوليسو نن دوه تنه دنشه يي توکو د قاچاقو په تور ونيول.
دتخار ولايت وياند سنت الله تيمور د باختر آژانس خبريال ته وويل: دوو تنو قاچاق وړوونکوچې غوښتل يې١٢کيلوګرامه هيروين د کوکچې ولسوالۍ ته وليږدوي؛ ونيول شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه نشه يي توکي په ماهرانه ډول په موټر سايکل ځاى پرځاى شوي و او د کلفګان له ولسوالۍ څخه د تخار ولايت د کوکچې سيند د غاړو د ولسواليوته ليږدول کيدل چې د دغه ولايت د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د موظفينو له خوا وپيژندل شول او ونيول شول.
پيښه ترڅيړنې لاندې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته