کابل باختر دغويي دمياشتې ٣٠نيټه :
د باميانو د ولايتي شورا رئيس او غړو د عدلي او قضايي بنسټونوله خوا په ملي شورا کې د خلکو د استازي عبدالرحمن شهيداني د محاکمې غوښتنه وکړه .
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې، د باميانو د ولايتي شورا رئيس سيد علي هاشمي وايي: د تاله او برفک له ولسوالۍ څخه د راستنيدو په وخت کې د لارې په اوږدوکې د عبدالرحمن شهيداني او د هغه د زامنو له خوا وهل او ډبول شوى دى .
دى وايي: له شهيداني سره له همغږۍ پرته د باميانو د ولايتي شورا له غړو سره يوځاى د پوځيانو د روحيې د پياوړتيا په خاطر د تاله او برفک ولسوالۍ ته تللى و چې د شهيداني د غوصې سبب شوى دى .
ده وويل: په دې پيښه کې د ولايتي شورا يو غړى ټپي شوى دى.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل