کابل / د لړم ١٠مه / باختر :
د فراه پوليسو پرون په دغه ولايت کې د وسله والو طالبانو يو قوماندان ونيو .
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند محب الله محب باختراژانس ته وويل : د دغې قوماندانۍ
له تروريزم سره د مبارزې منسوبانو په عملياتو کې د فراه ښار د درېمې حوزې له
مربوطاتو څخه دوسله والو طالبانو يو قوماندان ونيو.
هغه زياته کړه ، د وسله والو طالبانو دغه قوماندان د فراه ښار په مرکز کې د ورانکارو
او تروريستي عملونو د ترسره کولو په خاصه توګه د دولتي کارکوونکو د ترور په
مقصد ګومارل شوى و.
ويل کيږي نيو ل شوي سړي په دغه ولايت کې د ډاراچوونکو په څو پيښو کې لاس
درلود.
د يوبل خبرله مخې : فراه ښار ته څيرمه سلطان ميراقا کلي کې په يوې امنيتي
پوستې د وسله والو طالبانو په بريد کې يو وسله وال طالًبً ووژل شو او دهغوى
يوشمير جنګي وسايل ترلاسه او نور وسله وال طالبان له سيمې څخه وتښتيدل.
د فراه د امنيې قوماندانۍ وياند وويل : په دې بريد کې دوه امنيتي سرتيري هم ټپيان
شوي دي
پاى ذ