کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١٩ :
لومړنۍ افغاني ښځينه پيلوټه ښايسته واعظ نن کابل ته را ورسيده.
د هوايي چلند د خپلواکې ادارې لوى رئيس محمودشاه حبيبي باختر آژانس ته وويل: ښايسته واعظ د نړۍ څه ناڅه شپاړلسو هېوادونو ته له سفر وروسته کابل ته رسيدلې ده او د دغې ځوانې پيلوټې شتون کولاى شي ټولو افغان نجونو ته چې په علمي څانګوکې په زده کړو بوختې دي، هڅوونکى وي .
ښايسته واعظ د ملکي هوايي چلند په برخه کې لومړنۍ ښځينه پيلوټه ده چې د امريکا د متحده ايالاتو د ايمبري ريدل له پوهنتون څخه فارغه شوې ده او هيله لري چې راتلوونکو ښځينه پيلوټانو ته يوه الګو وي.
دا غواړي چې په يوه کوچنۍ الوتکه کې په الوتنې سره د نړۍ په شاخوا کې د ځوانې ښځينه پيلوټې په توګه د سفر ريکارد ثبت کړي.
دې خپل سفر د ٢٠١٧ کال د مې د مياشتې په ١٣نيټه پيل کړ چې په دې سفر کې پنځه وچې او اتلس هېوادونه شامل دي او دا په دې سفرکې کابل ته را رسيدلې ده.
0 1 دقیقه لوستل