امنیت

په کندز کې د طالبانو له خوا د نیول شویو سيمو د بېرته نيولو لپاره عمليات پيلېږي

کابل / د چنګاښ ۳مه / باختر
د کندز امنيتي مسوولين وايي چې ډېر ژر به د هغو سيمو د نيولو لپاره عمليات پيل شي چې طالبانو نيولې دي.
وسله وال طالبان په وروستيو څو ورځو کې يوشمېر سيمې ونيولې.
د طالبانو د بريدونو دوام د دې سبب شول چې يو زيات شمېر خلک د ولسي پاڅون کوونکو په چوکاټ کې د افغان ځواکونو مرستې ته ورودانګي.
په همدې حال کې د کندز حکومتي مقامات وايي چې په دغه ولايت کې حالت مخ په ښه والي دی او امنيتي او دفاعي ځواکونه د طالبانو د هر راز بريد د شنډولو لپاره بشپړ تيارى لري.
د کندز امنيه قوماندان پاسوال فريداحمد مشعل وايي چې د کندز د علي آباد ولسوالۍ د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده او ډېر ژر به د نورو ولسواليو او د کندز ښار د شاوخوا سيمو د پاکولو لپاره عمليات پيل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د کندز يو زيات شمېر خلکو د طالبانو پر وړاندې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر وسله اخیستې ده.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته