امنیت

دسولې له بهير سره د طالبانو دپيوستون زياتوالى.

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣١
دسولې نړيواله ورځ په داسې حال کې راورسيده چې د روان کال له پيل څخه تراوسه پورې د دولت دوه ډلې وسله وال مخالفينو په هرات ولايت کې دسولې له کميسيون سره يوځاى شوي دي.
ددغو دوو ډلو په ترکيب کې ١٦ تنه شامل دي .
دهرات دسولې دولايتي پروګرام د دارالانشا رييس احمد يما وايي چې په هرات کې ددغه کميسيون دفعاليت د پيل له وخت څخه تراوسه پورې ١٢٤٣ تنه په يوه دپاسه سلو ډلو کې په هرات ولايت کې دسولې له پروګرام سره يوځاى شوي دي چې زياترو دغو کسانو پخوا دکشک رباط سنګي ،شينډنډ ،پښتون زرغون او دهرات له نورو ولسواليو څخه دي .
دسولې نړيواله ورځ کال په کال دسپتمبر دمياشتې په ٢١ نيټه نماځل کيږي.
دغه ورځ سولې ته اختصاص شوې ده او په تيره بيا د جګړې او تاوتريخوالي په بندولو ټينګار کوي او ښايي يو وخت په انسان دوستانه مرستو دلاس بري لپاره په جنګي سيمو کې دلنډمهال اوربند سبب شي.
دغه ورځ دلومړي ځل لپاره په ١٩٨٢م کال کې ونماځل شوه او له هغه وخت څخه تراوسه پورې د زياترو هيوادونو ، سياسي ډلو ، پوځيانو او د ټولنې دبيلابيلو قشرونو له خوا نماځل کيږي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته