خبرونهامنیت

په بدخشان کې ديني عالمانو له پوځيانوڅخه ملاتړ وکړ

٤٠- کابل / ليندۍ ٢٤مه / باختر
د بدخشان ديني عالمانو په يوه غونډه کې د هېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونوسره خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختراژانس د خبرله مخې؛ د بدخشان د عالمانو شورا رييس مولوي عبدالحفيظ وويل چې په بدخشان کې له ټولو ديني عالمانو څخه غوښتنه کوي چې د حق په ويلو او د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر په غوڅه توګه عمل وکړي ځکه د هېواد امنيتي ځواکونه په سختو شرايطو کې د خپلو خلکو امنيت تامينوي .
د بدخشان والي محمدذکريا سودا د دغه ولايت له ديني عالمانو څخه په مننې سره وويل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه د بدخشان د ديني عالمانو ، مخورو او د جهادي قوماندانانو ملاتړ د جګړې په ډګرونو کې د افغان ځواکونو د هڅونې او پياوړتيا سبب کېږي چې دغه ځواکونه د افغانستان د خلکو او نظام د دفاع په خاطر هره ورځ سرښندنې کوي.
په دې غونډه کې يوشمېر وينا والو د خلکو د امنيت د تامينولو په خاطر د هېواد د امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو په اړه خبرې وکړې او له دغو ځواکونو سره يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د غونډې په پاى کې د ملي ارزښتونو د ساتنې او د امنيتي او دفاعي ځواکونو دغوره خدمتونو په خاطر د بدخشان د عالمانو شورا د بدخشان والي محمدذکريا سودا، د ملي امنيت رييس ، امنيه قوماندان او د ٢١٧ پامير قول اردو د دويمې پلې لوا قوماندان ته د ستاينې لوحې ورکړې .
ختم_ شکريه_اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته