ټولنه

د ننګرهار پر بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه ووېشل شول

کابل/ د لړم ٢٦مه/ باختر
په ننګرهارکې پر څه دپاسه ٣٠٠ بزګرانو نن د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره ووېشل شوه.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دغه توکي له بزګرانو سره د مرستې او په هېواد کې د کرنېزو حاصلاتو د زياتوالي لپاره برابر کړي وو.
د ننګرهار د کرنې رياست يوه مسوول باختر آژانس ته وويل چې په دې پړاوکې پر ٣٢٠ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کيمياوي سره ووېشل شوه.
هغه وويل چې په ننګرهارکې له بزګرانو سره د مرستې بهير دوام لري.
ختم-ج – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته