سیاست

جمهوررئیس غني د امریکا د دفاع له وزیر سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل_باختر د لړم د مياشتې ٢٢ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع له وزیر اشتون کارتر سره خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې ویډیویي کنفرانس کې دواړو لوریو د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شته ظرفیتونو، د راتلوونکي او له زده شویو درسونو څخه د ګټه اخیستنې لپاره د اصلاحي او انکشافي پلانونو په هکله بحث وکړ.
جمهور رئیس غني د هېواد د امنیتی او دفاعي ځواکونو د پیاوړتیا په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د مرستو د تداوم مننه وکړه او څرګنده یې کړه، چې دا مرستې د دې ځواکونو د سمبالولو، تمویل او زده کړې په برخه کې مهم او اساسي رول لري.
دواړو لوریو د لاسته راغلیو تجربو او له دغو تجربو څخه په ګټه اخیستنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
جمهوررئیس د امنیت د تامین پر ستراتیژي له هغې جملې په تعرض او جنګېدلو، د سیمو په خوندیتوب، د دښمن د عملیاتو د ګډوډولو او د امن سیمو د ټینګښت او پرمختګ په هکله  ټینګار وکړ.
د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو توانایي او بریالیتوب د دې ځواکونو د پیاوړتیا د عطف نقطه وبلله او جمهوررئیس ته یې په راتلوونکي میلادي کال کې د دې ځواکونو د مالي لګښت په  خاطر د هغه هېواد له کانګرس څخه د امریکا د حکومت د غوښتنې په هکله معلومات ورکړل.
جمهوررئیس غني د هېواد د هوایي ځواکونو د پیاوړتیا په اړتیا او په دې برخه کې د شویو پرمختګونو په هکله خبرې وکړې او د دې ځواکونو د زیاتې پیاوړتیا، سمبالولو او زده کړو په هکله او همدارنګه یې د توپچي ځواکونو په پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې ویډیوکنفرانس کې، اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله له غیر قابل پیش بیني پېښو سره د مقابلې لپاره د انعطاف پذیري توانایي د پیاوړتیا په موخه د احتیاطي ځواکونو د شتون د اړتیا په هکله خبرې وکړې. جمهور رئیس هم په دې مسئله ټینګار وکړ او اشتون کارتر دا یوه اساسي موضوع وبلله.
همدارنګه د ملي دفاع وزارت سرپرست محمدمعصوم ستانکزي د پیلوټانو د زده کړې په ځانګړي ډول شپني عملیاتو او د دغو عملیاتو د اجرا لپاره د تخنیکي وسایلو د ترلاسه کولو د څرنګوالي  او همدارنګه  د استهلاک شویو تجهیزاتو په هکله خبرې وکړې.
د هېواد جمهور رئیس او د امریکا د دفاع وزیر اشتون کارتر په دې ویډیویي تماس کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو په مالي او بودجوي چارو کې د اصلاحاتو او د ظرفیتونو د رامنځته کولو په هکله هم خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني د امریکا او د ټولو نړیوالو شریکانو د مرستو د لګولو او موثرې ګټه اخیستنې  په برخه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي بنسټونو د توانایي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.
په دې ویډیو کنفرانس کې پر جمهور رئیس غني سربېره اجرائیه رئیس ډاکټرعبدالله عبدالله، د ملي دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب، په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کمبل او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال لویید هاتسن ګډون درلود.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته