کابل باختر دمرغومي دمياشتې ١٦ :
په ننګرهارولايت کې له پاکستان څخه په لسګونو راستنوشويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دغه کورنۍ له پاکستان څخه هېوادته د راستنيدوپه وخت کې په تورخم بندرکې دبشردوستانه مرستو ترپوښښ لاندې ونيولې شوې .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باخترآژانس ته وويل : په دې پړاو کې له څه ناڅه دوه سوه کورنيو سره دماشومانو دملاتړ دنړيوالي ادارې له خوا مرسته وشوه.
په دغو مرستو کې نغدې پيسې ، خوراکي او لګښتي توکي شامل دي.
دغه راز له پاکستان څخه دهېوادوالو د راتګ لړۍ دوام لري .
0 د یوې دقیقې څخه لږ