ورزش

داستراليا ګورنر دافغانستان دکرکټ له ټيم سره خپل ملاتړ اعلام کړ .

کانبيرا  باختر دسلواغې  اووه ويشتمه :
  داستراليا دپايتخت کانبرا ګورنر دافغانستان دکرکت دملي ټيم له غړو سره وکتل اوخپل ملاتړ يې ورسره اعلام کړه . دنړيوالو خبري منابعو دخبر له مخې، دغه کتنه پرون په کانبرا ښار کې  وشوه .
افغان کرکټ لوبغاړي دکرکټ دنړيوال جام په سياليو کې دګډون لپاره په استراليا کې دي .
دغه سيالۍ دشنبې په ورځ پيل شوي دي .  افغانستان دچارشنبې په ورځ له بنګله ديش سره دلوبې لپاره ډګر ته وردانګي .
دپاکستان دبي ګروپ او هند دټيمونو ترمنځ پرونۍ  لوبه کې پاکستان د ٦٧  رنز  په توپير سره ماتې وخوړه .
دغه راز دجنوبي افريقا دالف ګروپ او دزيمبابوي د ټيمونو ترمنځ پرونۍ لوبه کې جنوبي افريقا  د١١٢ رنز په  توپير سره زيمبابوي ته ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د ١٤ ټيمونو ترمنځ د ٦ اوونيو لپاره په نوي  زيلاند او استراليا کې دوام کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته