ټولنه

د هېواد په جنوب کې د شوروي لښکرو د وتلو دېرشمه کالیزه ونمانځل شوه

کابل باختر د سلواغې ۲۹ مه
په هملند او زابل ولایتونو کې د شوروي لښکرو د وتلو دېرشمه کالیزه ونمانځل شوه.
د باختر اژانس د خبر له مخې؛
په دې غونډو کې هېوادوالو ته د دغې ورځې د مبارکۍ ترڅنګ، په ګډه سره د سولې لپاره د هلوځلو او د ولسونو په یوالي ټينګار وشو .
سرچینه زیاتوي چې دغه راز ګڼ شمېر دیني عالمانو، قومي او جهادي مشرانو هم د سپېڅلي جهاد ګڼ شمېر خاطرې بيان کړې او د دښمن پر وړاندې يې د قومونو او ولسونو ترمنځ پر یوالي ټينګار وکړ.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته