ورزش

محمد مصطفى يوسفزي د سپينو زرو او د ژيړو مډالونه هيوادته راوړل

کابل – باختر د ثور دمياشتې ١٢
افغان ورزشکاران د آسيايي هيوادونو د وزن پورته کولو له سياليوڅخه د سپينو زرو له يوه مډال او د ژيړو له دوو مډالونو سره نن کابل ته راستانه شول.
د بدني روزنې او ورزش رياست د خپرونو آمر سيد نصرت د باختر آژانس خبريال ته وويل: د وزن پورته کولو سيالۍ د روان کال د اپريل د مياشتې له ديرشمې نيټې څخه د اردن په هيوادکې ترسره شوې او په هغوکې محمد مصطفى يوسفزي په دريو حرکتونوکې چې ترسره يې کړل؛ د سپينو زرو يو مډال او د ژيړو دوه مډالونه ترلاسه کړل.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: په دغو سياليوکې دازبکستان ،افغانستان،متحده اماراتو ، کويټ، سوريې ، عربستان ، عمان، بحرين، قطر، اردن، فلسطين ، يمن او د لبنان د هيوادونو ورزشکارانو ګډون درلود چې په پاى کې د اردن کوربه ټيم لومړى مقام او د عربستان او د کويټ هيوادونو دويم او دريم مقامونه وګټل.
د يادونې وړ ده چې په دغو سياليوکې له افغانستان څخه دوو تنو ورزشکارانو او دريو تنو هيتانو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته