امنیت

دوه تنه ښځې په بلخ کې دانسان تښتوونکوله منګولو څخه وژغورلې شوې .

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
دبلخ ولايت پوليسو دوه تنه ښځې دانسان تښتوونکو له منګولو څخه وژغورلې .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر عبدالرزاق قادري باختراژانس ته وويل چې انسان تښتوونکو دغه ښځې له کندز ولايت څخه تښتولې وې او دپلورنې  لپاره يې بلخ ولايت ته ليږدولې  وې . 
خبرځاى زياته کړه چې انسان تښتوونکو  نيت درلود دغه ښځې دانسان په قاچاق وړونکو وپلوري  چې امنيتي مامورانو ديوه تکسي دچلوونکي په مرسته چې دهغه موټر يې هم غلا کړى و  يو تن يې په بابه يادګار سيمه کې له نښتې  وروسته ونيوه اوښځې يې هم ددوى له  منګولو څخه وژغورلې .
خبرځاى زياته کړه پوليس هلې ځلې کوي چې ددغې قاچاق وړونکې ډلې نور افراد ي هم ونيسي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته