فرهنګ

پوهنيارې مصطفوي د اسلامي هېوادونو د سازمان په کنفرانس کې وينا وکړه

کابل باختر د مرغومي پنځمه :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي د اسلامي هېوادونو د سازمان (او آى سي) د اطلاعاتو او فرهنګ د وزارتونو په کنفرانس کې وينا وکړه او د غړو هېوادونو د همکاريو په اهميت باندې  يې ټينګار وکړ .
د باختر آژانس د خبر له مخې:
پوهنيارې مصطفوي د دغه کنفرانس د کوربه هېواد عربستان د ميلمه پالنې له امله د مننې د څرګندولو ترڅنګ طرحه کړه: ((زموږ په  هېوادکې حالت ته په پاملرنې سره زه تل د رسانه يي فعاليتونو د لا زياتوالي او د ټولنې د انکشاف لپاره د اسلامي کنفرانس د سازمان د غړو هېوادونو د همکارۍ په اهميت باندې  د ټينګار په ترڅ کې د دغه شان همکاريو د لا زياتې پراختيا هيله لرم. له شک پرته اسلامي هېوادونه ګډ فرهنګ او دين لري او دغه راز له ورته چلنجونو او ستونزو سره مخامخ دي، نن  ورځ له تاوتريخوالي څخه د ډک دين په نامه د اسلام  شتون او هغه دين چې په معمولي توګه په پرمختيايي هېوادونوکې له جنګي پيښو، تاوتريخوالي، شخړو او طبيعي آفتونو ته ارتباط ورکول کيږي؛ په پرمختللو هېوادونوکې د خبرونو د سر ليکې په توګه منعکس کيږي. د اسلامي هېوادونو خبرونه تل تحريفيږي او آن د اطلاعاتو راکړه ورکړه کوم مناسب ځاى نه لري .))
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې او په کنفرانس کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت استازي زياته کړه چې نننۍ جګړه يواځې فزيکي جګړه نه ده؛ بلکې دغه راز يوه رسانه يي جګړه هم ده. له دې امله د اسلامي هېوادونو دنده ده چې د اسلام يو رښتينى تصوير نړۍ ته  وړاندې کړي. 
دې زياته کړه: د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اصلي موخه په دغه هېوادکې د رسنيو او د بيان د آزادۍ  پراختيا او پياوړتيا ده او د دغوهڅو په لاره کې دغه هېواد اوس د رسنيو په برخه کې د ودې، اغيزمنتوب او نوښت ډګر دى چې د زياترو افغانانو په سياسي او فرهنګي ژوندانه کې يې اغيزمن رول لوبولى دى. له شک پرته رسنۍ او د بيان آزادي د دموکراتيکو ملتونو اساسي ارزښتونه دي. رسنۍ کولى شي د اقتصاد په انکشاف، سياست، فرهنګ او ټولنه کې څرګند رول ولوبوي. په دې دليل افغانستان په چټکتيا سره د يوې رسانه يي ټولنې په لور د يون په حال کې دى.
پوهنيارې مصطفوي د بيان د آزادۍ او د پراخ بنسټو مطبوعاتو د پياوړتياپه لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارزښتونو د بيانولو ترڅنګ په هېوادکې د راډيويي او ټلويزيوني شبکو پراختيا ته اشاره وکړه او ويې ويل: ((لکه څنګه چې موږ ټول پوهيږو؛ د اسلامي امت د رسنيو نننۍ سناريو د ډار اچونې او تروريزم پرخلاف جګړه کې د مسلمانانو د يو موتي کولو لپاره يو مهم عنصر دى چې د اسلام او مسلمانانو پرخلاف کارول کيږي. زه غواړم چې د اسلامي همکاريو د سازمان د اطلاعاتو د وزيرانو د کنفراسن د يوولسمې غونډې له ټولو مصوبو سره خپل ملاتړ اعلام کړم. موږ د جګپوړو مامورينو د جدي کار ستاينه او هرکلى کوو او د دغو مصوبو د تطبيق لپاره د دغه سازمان د عمومي منشي سره بشپړ ملاتړ کوو .))

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته