سیاست

دجمهور رييس ويندوى پاکستان ته دامريکا يي پوځي تجهيزاتو دسپارلو په خاطر دافغانستان د دولت مخالفت څرګند کړه.

کابل – باختر دکب دمياشتې ٢٩
دجمهور رييس ويندوى وايي امريکا دافغانستان دامنيتي ځواکونو دبشپړل سمبالولو په باب زموږ هيلې پوره کړې نه دي .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دجمهور رييس ويندوى دامريکا غږ له راډيو سره دمرکې په ترڅ کې پاکستان ته دامريکا ديو شمير پوځي تجهيزاتو دسپارلو په غبرګون کې وويل که چيرې امريکا په افغانستان کې خپل يو شمير جنګي تجهيزات پاکستان ته وسپارلى دافغانستان لپاره دخواشينۍ وړ دى .
فيضى په دې باب زياته کړه که چيرې دامريکا دمتحده ايالاتو حکومت دافغانستان ديو ستراتيژيک شريک په توګه له حکومت سره له سلامشورو پرته دغه اقدام نيولى وى او عملى شي موږ ته دخواشينۍ وړ دى او په يقين سره به زموږ له جدي مخالفت سره مخامخ شي.
دجمهور رييس ويندوى ايمل فيضي وويل چې دافغانستان په مقابل کې دامريکا دغه راز متناقض سياستونه نوي نه دي دافغانستان دجمهور رييس ويندوى دامريکا غږ اشناراډيو سره په مرکه کې څرګنده کړه چې دامريکا متحده ايالات ديوې وروستي لسيزې په بهير کې دافغانستان دامنيتي ځواکونو دبشپړسمبالولو په باب ديو ستراتيژيک متحدپه توګه دافغانستان دحکومت او خلکو هيلې نه دي پوره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته