سیاست

دمشرانو جرګې غونډه دمحمد علم ايزديار په مشري جوړه شوه

کابل باختر دلړم دويمه
دمشرانو جرګې دلومړى نايب  محمد علم ايزديار په مشري ددغې جرګې په ننني غونډه کې  دمارک ګروسمن وروستي څرګندونې دافغانستان په کورنيو چارو کې په ډاګه لاسوهنه  وبلل شوه .
دمشرانوجرګې  مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ ،  په غونډه کې  سناتورانو په کلک غبرګون سره  دافغانستان او پاکستان په چارو کې دامريکا دځانګړي استازي مارک ګروسمن  غير مسوولانه  څرګندونې وغندلې او هغه يې دديپلوماتيکي اصولو او ددولتونو ترمنځ د قوانينو پرخلاف او دهيواد په کورنيو چاروکې په ډاګه لاسوهنه وبلله او څرګنده يې کړه چې افغانستان ازاد او خپلواک هيواد دى او د ديورند دکرښې په باب  به  دافغانستان خلک  دملي  لوړو ګټو  په پام کې نيولوسره تصميم ونيسي . په غونډه کې  ددغې موضوع په باب دخبرو په ترڅ کې  يو شمير سناتورانو  د ديورند کرښه  ملي او سياسي مسئله وبلله  خو دمجلس يو شمير نورو غړو دپاکستان سياسي او پوځي  لاسوهنې او په افغانستان کې د  وژنو او جګړو په ګډون  ټولې بدمرغي  د ديورند دکرښې دسياسي  نه حل  زيږنده  وبللې او څرګنده يې کړه چې بايد دافغانستان دولت  په  ميړانې او زړورتيا سره او د هغې  له تاريخي سندونو او له حقوقي اوسياسي  اړخونو  څخه په استفادې سره دملي  اجماع له لارې  اويا دخلکو رايو ته دمراجعې له لارې  اويا هم دملګروملتو دسازمان ترڅارنې لاندې  دلويې جرګې له لارې دغې مسئلې ته  حل لاره  ولټوي .
خو يو شمير  نورو سناتورانو څرګنده کړه چې  لاتراوسه پورې دافغانستان دولت  په دې دريځ کې نه دى  چې  دغې  مسئلې ته  دحل لاره پيداکړي . او دافغانستان ددولت تر  ځواکمن کيدو او په هيواد کې دسياسي ثبات تر ټينګښت پورې دى  ددغې قضيې په باب  خبرې ونه شي .
  ديادونې وړ ده چې دافغانستان او پاکستان  په چارو کې  دامريکا  ځانګړي استازي مارک ګروسمن دوه ورځې مخکې په يوه رسني کې  ويلي و  چې امريکا دديورند کرښه دافغانستان او پاکستان ترمنځ  دنړيوالې  پولنې  په توګه  په رسميت  پيژني .
دغونډې په بله برخه کې  دزابل ولايت  سناتور  يوځل بيا په دغه ولايت کې د امنيتي ځواکونو دمسوولينود بې کفايتي په باب  خبرې وکړې او وي ويل  چې په دغه ولايت کې دقومي مشرانووژنې دوام لري او تيره شپه يو بل قومي مشر حاجي ولي شهيد کړاي شو چې په څو تيرو ورځو کې ددغه ولايت څه دپاسه ديرش تنه   قومي مشران  وژل شوي  او يا ټپيان شوي دي .غوښتنه يې وکړه چې دحکومت مسوول ارګانونه دى بايد ددغه ولايت  دامنيه قوماندان دبدلون په باب جدي تصميم ونيسي .
دغه راز  دپکتيا ولايت سناتور په داسې حال کې چې ددغه ولايت دپيښو  دخپرولو په خاطر له رسنيو  څخه  شکايت کاوه  وويل چې دپکتيا دوالي دنه تدبير او په دغه ولايت کې  داداري فساد د شتون په سبب امنيتي حالت لاپسې خرابيږي  او کله ناکله  په نا امنو ولسواليو کې خلک  هلاليږي . او څرګنده يې کړه چې  دامنيتي حالت خرابوالي ددغه ولايت دوالي دناسالمو اجرااتو زيږنده دى  اوهم  والي  دده يو شمير خپلوان او اړونده کسان  چې دپکتيا په سيمه ئيزه اداره کې يې دنده ترسره کوله له دندو څخه يې ګوښه کړي دي . 
دغه راز په غونډه کې دکونړ ولايت د چپې درې په سيمه کې دنورستان ولايت دمواصلاتي لارو دتړل کيدو يادونه وشوه  او څرګنده شوه سره له دې چې طالبان  په دې لاره کې خلک ځوروي  خو له  دوو کلونو راپديخوا دامنيتي ارګانونو له خوا هيڅ راز اقدام نه دي شوي اوهم يو شمير سناتورانو دښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دزياتوالي له امله خپله انديښنه  طرحه کړه او وي ويل چې بايد اړونده مراجع په دې باب  اقدام وکړي او هم د ښځو پرخلاف دتاوتريخوالي دمخنيوي  په مقصد  ميرمن  کلنتن ته  دليک  دليږلو  په باب  دبشر دحقوقو د کتوونکو په اقدام  انتقاد وشو او وويل شول چې بايد دغه موضوع  دافغانستان  په کشفي عدلي او قضايي  ارګانونوکې طرحه  شوي  واي .
  دغه راز دمجلس غړو دخپلو خبرو په ترڅ کې دکابل ښار په ځينو روغتونونوکې  پايوازانو ته  دمناسب ځاى  دنشتوالي
په غور ولايت کې دسړکونو  دنه جوړيدو او دغه ولايت ته  له کابل څخه دمستقيمې الوتنې  دنشتوالي  ، داداري اصلاحاتو دکميسيون له خوا په ظرفيت سره دځوانانو  دنه استخدام ، داداري اصلاحاتو په کميسيون کې د شکايتونو د طرز العمل دنه شتون ، په بادغيس ولايت کې دڅښاک داوبو دستونزې او دبريښنا دستونزو  دنه حل کيدو ، داداري فساد دزياتوالي  ، دملي دفاع وزارت  د جامو دقرارداد دموضوع ،  دپکتيا ولايت دبودجې  دغير انډوليز والي  او ددغه ولايت  په زرملي ولسوالۍ کې  داوبو  دکاريزونو دله منځه تللو ،  د جمهوري رياست د ٤٥ ګڼه فرمان  دنه تطبيق ، ددايکندي ولايت  دهوايي ډګر  نه جوړيدل  هغه موارد و چې داړوندو ولايتونو دسناتورانو له خوا په غونډه کې طرحه شول .
په پاى کې  پريکړه وشوه چې دغه موارد دې  ددارالانشا له خوا وليکل شي او دمشرانوجرګې په اړوندو کميسيونونوکې د حکومتي ارګانونو له اړوندو مسوولينو سره په جلا جلا غونډو کې دحل لارې چارې يې  ولټوي . او هم ددفاعي او دداخلي امنيت دچارو کميسيون ته دنده وسپارل شوه  چې دملي دفاع وزارت دجامو دقرارداد موضوع دې  وڅيړي  او دنتيجې په باب دې  عمومي غونډې ته رپوټ وړاندي کړي .
  ديو بل خبر له مخې دمشرانو جرګې  لومړي نايب محمد علم ايزديار نن  ديوې غونډې په ترڅ کې دکابل ښار دنهمې ناحيې  درييس  دکړو وړو رپوټ  واوريد .
  په دې غونډه کې چې دسنا مجلس  لومړي نايب ددغې ناحيې درييس کړه وړه او خدمتونه وستايل او دده دخدمتونو په درناوي يې دمشرانو جرګې ستاين ليک دې ته  ورکړ او دده دلازياتو برياليتوبونو هيله يې وکړه
دقومونو اوقبايلو دچارو  دکميسيون له خوا  ديو ليږل شوي  رپوټ  له مخې  ، ددغه کميسيون  منشي سناتورې فوزيې سادات دشيخ محمد روحاني قوم  درييس  دانتخاباتو د ترسره کولو په غوڼده کې ګډون وکړ او وي ويل  شول  چې ددغه قوم  انتخابات  دتقلب په نسبت  باطل  اعلام  شول او ددغه قوم درييس  دټاکنې په خاطر دبيا انتخاباتو د ترسره کولو نيټه  به دکميسيون له خوا دقومونو اوقبايلو دچارو له وزارت سره  په همغږي کې  مشخصه شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته