کابل / د چنګاښ ٥ مه / باختر
دښارجوړولو او اراضي وزارت په وروستى يوه مياشت کې په کابل کې څه دپاسه ٦٠٠٠- جريبه دولتي ځمکه سروې او ثبت کړې ده .
دباختراژانس دخبرله مخې، دښار جوړولو اواراضي وزارت ددولتي او عامه ځمکې دبانک دپروګرام دتطبيق دپړاو په دوام ، په وروستى يوه مياشت کې دکابل په مربوطاتو کې ٦٣٢٠جريبه ځمکه او دولتي املاک سروې اوثبت کړې ده .
ددغه پړاو په پرمختګ کې دځمکې ټول شمېراو ثبت شوي دولتي املاک دکابل په مرکزاو بېلابېلوولسواليو کې ٢٧٣زره او ٢٩٣جريبه ، ٢٦٦ قطعې ته رسېږي . دښار جوړولواواراضي وزارت تراوسه پورې دهېواد په ٢٨ ولايتونوکې پنځه ميليونه٨٩٩ زره او ٣٧٩جريبه ځمکه او دولتي املاک په شپږ زره ٣٦١ قطعه کې سروې ، نقشه يې اخستې او ثبت کړې ده .
ختم _شکريه_ اکرم