امنیت

افغان ځواکونو علي آباد ولسوالۍ بېرته ونيوله

کابل / د چنګاښ لومړۍ / باختر
افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو نن له غرمې مخکې د کندز علي آباد ولسوالۍ له وسله والو طالبانو بېرته ونيوله.
د ٢١٧ پامير قول اردو وياند عبدالهادي نظري باختر آژانس ته وويل چې دفاعي او امنيتي ځواکونو د خپلو چاڼيزو عملياتو په دوام علي آباد ولسوالۍ له طالبانو بېرته ونيوله.
نظري زياته کړه چې د دغې ولسوالۍ له شاوخوا سيمو څخه د طالبانو د شړلو لپاره عمليات دوام لري.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته