سیاست

جمهوررئیس غني : د کاکړ تاریخ بنسټ، پوهانو او ځوانو محصلانو هدف باید د تاریخ د تکرار مخنیوی وي

کابل باختر  دمرغومي ١٦
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون مازیګر د کاکړ تاریخ بنسټ د پرانیستې مراسمو کې چې د ملي راډیو تلویزیون په تالار کې جوړ شوي و، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
جمهوررئیس وویل، ډاکټر حسن کاکړ د قلم څښتن و، علمي آثار یې لیکل او مهمې ژباړې یې کولې. هغه وخت چې ما کاکړ صاحب  له نږدې وپېژانده، نو له هاروارد پوهنتونه تازه راستون شوی و او اوچت نوم یې درلود، مګر له ټول نوم او شهرت سره سره ډېر متواضع انسان و.
هغه زیاته کړه، د کاکړ صاحب تواضع له اخلاقي او سیاسي جرئت سره تړلې وه. ده د ثور له کودتا او شوروي یرغله وروسته ډېر قوي دریځ ونیو او پنځه کاله یې په بند کې تېر کړل او د ده فداکاري زموږ ټولو لپاره د ویاړ خبره وه.
جمهوررئیس غني وویل، کاکړ صاحب غوښتل په هغو علمي اساساتو باندې چې دوی تاریخ لیکه، نور هم وپوهوي. د مهمو آثارو په ژباړلو کې د ده نقش د امریکا د شلمې پیړۍ د لومړۍ نیمایي د مشهورو مورخانو نقش ته ورته دی.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د کاکړ صاحب د ماسټرۍ او دوکتورا د تېزسونو یو لوی خصوصیت دا و چې د انګلیسي او افغاني منابعو د ډېرې دقیقې پرتلې په اساس لیکل شوي وو. هغه د انګلیسي ژبې د پېچلو علمي مطالبو په پښتو کولو او روانه، اسانه ژبه بیانولو کې خاص استعداد درلود.
جمهوررئیس وویل، کاکړ صاحب د سراج التواریخ له هرې پاڼې سره اشنا و. همدا راز د بریتانیا، هندوستان او نورو ځایونو له منابعو یې دقیقه استفاده کړې. هغه زیاته کړه، د نوې میتودولوژي په اساس تاریخ لیکنه کې، په افغانستان کې د کاکړ صاحب نقش د یوه بنسټګر نقش دی.
محمد اشرف غني څرګنده کړه، په پښتو ژبه کې د تاریخي ـ علمي مفاهیمو په ایجاد کې کاکړ صاحب خاصه ونډه او برخه لري. ګڼ شاګردان یې روزلي او د کاکړ صاحب سیاسي تقوا او دریځونه هم خاص اهمیت او مقام لري. د داسې کس لمانځل او قدرداني زموږ لپاره د یوه فرد نه، بلکې د یوې عنعنې لمانځنه اوقدرداني ده.
جمهوررئیس وویل،   د روښانه سبا لرلو لپاره باید د پرون او بل پرون د فاجعو په تیارو کې زنداني پاتې نه شو.  تاریخ لیکوونکو ته پکار دی چې د ماضي مثبتې او منفي دواړه برخې په نظر کې ونیسي او تعادل ته پام وساتي.
جمهورئیس غني زیاته کړه، زه په دې باور یم چې د افغانستان لرغوني تاریخ ته توجه، زموږ د راتلوونکي ثبات او سوکالي لپاره ضروري ده. افغانستان په ماضي کې د اسیا په فرهنګي، سیاسي او اقتصادي څلورلاره کې واقع و او دغه موقعیت باید یو ځل بیا تر لاسه کړو.
محمد اشرف غني وویل، د هېواد د هرې سیمې او هر ولایت له فرهنګي خصوصیاتو او تاریخي ویاړونو سره د اشنایي له لارې به  خپل مشترک ویاړونه لا ښه وپېژنو. موږ د یو بل له درک پرته د وحدت بله لاره نلرو.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، په دردونو باندې غور پکار دی، خو د دې لپاره نه چې یو بل ته په کرکه وګورو. هدف باید دا وي چې آینده باندې باور ولرو او له اوس نه اعظمي استفاده وکړو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، د کاکړ تاریخ بنسټ او پوهانو، خصوصا ځوانو محصلانو هدف باید دا وي چې د تاریخ د تکرارولو مخه ونیسي. د ښې آیندې د لرلو او د ترخو پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره پکار ده چې پر خپل تاریخ پوه شو.
هغه دېته په اشارې چې موږ پر خپلو تاریخي فاجعو بریالي کېدلی شو وویل، راتلوونکی کال چې د افغانستان د خپلواکۍ سلمه کلیزه ده موږ د دري، پښتو او ازبکي ملي ژبو خپلمنځي اړیکې نمانځو. هغه زیاته کړه، د کاکړ تاریخ بنسټ دې په دې برخه کې مخکښ شي او موږ  د دې ملي بحث په اړه د لیکوالو عمده اثار  چاپوو.
دغه راز په دې غونډه کې کاوون کاکړ د ښه راغلاست پرمهال د پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ د ژوند، زده کړو او خدمتونو د یادولو ترڅنګ وویل، له هېواد سره یې بې کچې مینه وه او خپلې لاسته راوړنې یې د هېواد او خلکو برکت باله.
هغه زیاته کړه، پوهاند کاکړ په وطن، افغانانو، انسانیت او انسان پالنه باورمند و او ویل به یې انسان باید په هر حالت کې صادق وي. ده به ویل موږ د نړۍ نه جلا کېدونکي برخه یوو، که موږ په ژوند کې انساني اصولو باندې عمل وکړو بیا به له مرګه هم وېره ونه لرو.
د جمهوررئیس سلاکار عبدالغفور لېوال د کاکړ تاریخ بنسټ فرهنګي او غیر انتفاعي بنسټ  وباله چې د تصامیمو لپاره علمي بورډ او د چارو د ترسره کولو لپاره سکرتریت لري.
نوموړي د کاکړ او نورو مورخینو د اثارو چاپول، د سیمې او افغانستان پېژندنې په اړه د معتبرو نړیوالو اثارو رامنځته کول او ژباړل، له نورو بنسټونو سره همغږي، د ملي پرېکړو لپاره د پر نوښت ولاړو بحثونو جوړول، تالیف، تدوین، تدقیق او تنقید ته پاملرنه د یاد بنسټ موخې وبللې.
پوهاند محمدامین احمدي د کاکړ له نظره د تاریخ د علم په اړه د خپلې لیکنې د لوستلو پرمهال پوهاند کاکړ سبک لرونکی مورخ وباله او زیاته یې کړه، د نوموړي څېړنې اکاډمیک او معتبر ارزښت لري، ځکه د اړوندې موضوع په اړه ټولې منابع یې ترلاسه او له نظره تېرې کړي.
د جمهوررئیس غني له لوري د کاکړ تاریخ بنسټ له پرانیستې وروسته کاوون کاکړ، د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ کتابونه جمهوررئیس ته د ډالۍ په توګه ورکړل . همدارنګه د پوهاند کاکړ د ژوند، زده کړو، تحصیلاتو، کار، څېړنو او خدمتونو په اړه برابره شوې ویډیو هم نندارې ته وړاندې شوه.# پاى- سعيده

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته