ټولنه

له آلمان څخه اخراج شوي افغان مهاجر کابل ته ورسېدل

برلين /دويچه ويله / دکب دمياشتې ٢٩مه
له آلمان څخه د اخراج شويو افغان مهاجرو یوه بله ډله نن سهار کابل ته ورسیده.
افغان چارواکو ویلي دي چې په دې الوتکه کې ۲۱تنه اخراج شوي افغانان خپل          هېواد ته ستانه شوي دي.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۱۶م کال له ډسمبر میاشتې راهیسې دا ۲۲ الوتنه ده چې په ډله يیزه توګه رد شوي افغان مهاجر پکې خپل هېواد ته استول کیږي.
تر دې دمخه په ۲۱  الوتنو کې په ټوليزه توګه ۵۱۲ نارینه خپل ټاټوبي ته ستانه کړاى شوي دي.  
رپوټ زیاتوي چې د تېرکال د جولای میاشتې په لومړیو کې د یوه ډله  يیز اخراج په  ترڅ کې ۶۹ تنه اخراج شوي وو چې یوه تن یې کابل له تررسیدو وروسته ځان وواژه.
د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغانستان ته د مهاجرو اخراج یوه شخړه يیزه موضوع ده، ځکه چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی.
د طالبانو او داعش پر ضد جګړې زور اخیستی او هره ورځ ملکي کسان د جګړې قرباني ګرځي.  طالبان کابو هره ورځ پر حکومتي پوستې او اډو بریدونه کوي.
یوازې په تېره اوونۍ کې د افغانستان په  بېلابېلو ولایتونوکې د امنیتي ځواکونو تر  پنځوسو زیات کسان وژل شوي دي. 
رپوټ زیاتوي چې په ۲۰۱۸م کال یوازې په کابل کې په ۲۲ لویو بریدونو کې تر۵۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پاى ذکرالله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته