سیاست

جمهور رييس حامدکرزي د استراليا ددفاع له وزير سره وکتل

کابل- باختر دسلواغي ديرشمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي د استراليا د دفاع له وزير ستيفن سمت سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ :  په دې کتنه کې  چې نن ماښام  په ارګ  کې وشوه، دواړو لورو له ٢٠١٤ کال وروسته  له افغانستان سره داستراليا دهمکاريو د دوام، دامنيتي مسووليتونودليږدونې او دسولې دبهير په باب  خبرې وکړې .
د استراليا ددفاع وزير په دې باندې په ټينګار سره چې په ارزګان ولايت کې له استراليايي ځواکونو څخه افغان امنيتي ځواکونو ته دامنيتي مسووليتونو دليږدونې بهير په پرياليتوب سره پرمخ ځي؛ وويل چې هيواد يې د ٢٠١٣ ميلادي کال  ترپاى پورې  خپل زياتره ځواکونه  له افغانستان څخه  باسي . خو د افغان امنيتي ځواکونو  د روزنې په برخه کې  خپلو همکاريو ته  دوام ورکوي.
  ده وويل چې استراليا له ٢٠١٤ کال وروسته  دافغانستان  له امنيتي ځواکونوسره  په کال کې د سلو مليونو استراليايي ډالرو مرسته کوي .
ښاغلى ستيفن سمت څرګنده کړه چې استراليا به خپل ځواکونه له هغې ټاکلې مودې څخه مخکې چې هيله يې کيده،له افغانستان څخه وباسي او په ارزګان ولايت کې دليږدونې بهير د٢٠١٣کال ترپاى پورې چې ددغه هيواد ځواکونه  ډيره دي؛ بشپړوي .
په مقابل کې دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس حامدکرزي داستراليا  ددفاع وزير ته دښه راغلاست د ويلو په ترڅ کې د دواړو هيوادونو ترمنځ  د ستراتيژيکي همکاريو د اوږدمهال موافقه ليک لاسليک مهم وباله او دافغانستان له امنيتي ځواکونو سره د مرستې په خاطر يې داستراليا دمالي ژمنې له امله  قدرداني وکړه او ډاډ يې ورکړ چې ددغه هيواد مالي مرستې به په سمه توګه  دافغانستان دامنيتي ځواکونو په پياوړتيا کې  ولګول شي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته