امنیت

ناپېژاندو کسانو په کونړ کې درې ملکیان ووژل

کابل/ د کب ۱۲ مه/ باختر
نن سهار ۱۱ بجې د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ په بهار اباد کې ناپېژاندو وسله والو کسانو ٣ ولسي وګړي وژلي دي.
د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید الله دهقان وايي: ٣ ولسي وګړي چې په یو شخصي موټر کې له سرکاڼو ولسوالۍ څخه خاص کونړ ته روان وو ، د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند د بهار اباد سیمه کې پرې نا پېژاندو وسله والو برید کړی او ٣ واړه یې وژلي دي.
سرچینه زیاتوي چې په وژل شویو کسانو کې ٢ د خاص کونړ ولسوالۍ او یو بل د پیج درې اوسیدونکي دي.
که څه هم تراوسه کومې وسله والې ډلې د برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی؛ خو د سرکاڼو ولسوالۍ په غرنیو او ډيورنډ کرښې ته په پرتو سېمو کې وسله وال طالبان فعال دي.
د یو بل خبر له مخې؛ د روزګان د مرکز ترینکوټ په چپه خاک سیمه کې تېره شپه د افغان ځواکونو په غلچکي برید کې د٢ طالبان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته