ټولنه

په باميانو کې دوريښمو دلارې دجشن هرکلى وشو .

کابل باختر دوږي  اتلسمه :
په باميانو کې دوريښمو دلارې نهم جشن پاى ته ورسيد .
دغه جشن  دباميانو ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رياست له خوا دافغان پيوستون موسسې ، دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې رياست او ددغه ولايت دورزش امريت په همکارۍ دباميانو دوالي محمد طاهر زهير ، دجمهوري رياست ددويم مرستيال دسلاکار محمد سرور جوادي ، دکابل پوهنتون داستاد پوهاند عزيز  احمد پنجشيري ، فرهنګيانو ، هنرمندانو ، دولايتي شورا داستازو ، په باميانو کې دسياسي ګوندونو داستازو ، ددولتي ادارو او دملي او نړيوالو موسسو درييسانو ، دباميان پوهنتون داستادانو اومحصلانو ، ميرمنو او ځوانانو او ددغه ولايت دبيلابيلو سيمو دسلګونو تنو اوسيدونکو په ګډون ددوو ورځو لپاره دباميانو ولايت  په مرکز او دامير بند په ملي پارک کې جوړ شو .
دبامينانو والي وويل چې ددغه شان فرهنګي او هنري پروګرامونو جوړول به دباميانو دتاريخي او فرهنګي ارزښتونو دپيژندنې او په باميانو ولايت کې دخلکو داقتصادي بډاينې  په لاره کې دګرځندوى  صنعت دودې او دسيلانيانو دجذب په لاره کې مرسته وکړي .
  ده څرګنده کړه چې دباميانو دفرهنګي ماستر پلان عملي کول چې دڅه ناڅه سلو تنو نړيوالو ماهرانو له خوا برابر شوى دى او دافغانستان دولت په بيلابيلو  نړيوالو غونډو کې دهغه  دعملي کولو ژمنه کړې ده ، دباميانو دسيمه ئيزې ادارې په کاري  لومړيتوب کې ځاى لري .
  ده وويل په روان کال کې دتيرکال په پرتله دکورنيو او بهرني سيلانيانو له خوا ددغه ولايت دتاريخي او فرهنګي اماکنو کتنه دوه  برابره زياته شوې ده .
  پوهاند عزيز احمد پنجشيري  په مفصل ډول دباميانو دفرهنګي بنسټونو دتاريخي لرغونتيا او ارزښت په باب خبرې وکړې او دپاتې شويو فرهنګي ميراثونو دساتنې  په اهميت باندې يې ټينګاروکړ .
ده وړانديز وکړ هغو امکاناتو  او وړتياوو ته په پاملرنې  سره چې دباميانو په طبيعت  کې نغښتي دي ددغه ولايت له  سمڅو څخه نوى ښارګوټى دې دنړۍ دزياتو گرځنډويانو دجذب لپاره  جوړشي .
دجمهوري رياست ددويم مرستيال سلاکار محمد سرور جوادي ددغه جشن په پرانستلو  کې  دوريښمو دنوې لارې په طرحه کولو کې  دافغانستان دګټو د تثبيتولو  په برخه کې دهېواد دديپلوماسي ددستګاه په کمزورتيا  باندې نيوکه وکړه او ويې ويل چې همدا اوس دغه طرحه اقتصادي او سياسي انګيزه لري چې دافغانستان دولت بايد ددغې طرحې له اقتصادي اوسياسي ښيګڼو  څخه دګټې اخستنې دلارو چارو په لټه کې وي .
هغه پروګرامونه چې دوريښمو  دلارې دنهم  جشن په مناسبت په دغه ولايت کې اجراشول دباميانو دښځو دلاسي صنايعو نندارتون ،  دتجسمي هنرونو اوعکس نندارتون ،  دنجونو او هلکانو د بدمينتون سيالى ، دسيمه ئيزې موسيقي  دپروګرام اجرا کول ، دواليبال لوبه ، د لومړيو او دويمو ټولګيو  زده کوونکو ته دسيم سيم دباغچې  دفلم ښودل ، دبامياني نجونو دبايسکل ځعلولو  سيالي ، دلامبو وهلو سيالي ، درسۍ کشولو سيالي ، تورې وهل ، داسانو ځغلول او دباميانو دسيمه ئيزو خوړو ننداره وه چې دباميانو  ولايت دچارواکو او خلکو دتاوده هرکلى وړ وګرځيدل .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته