اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د ۲ میلیاردو ۳۴۷ میلیونو افغانیو په ارزښت اووه تړونونه منظور کړل

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٨ :
  د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ تير ماښام په ارګ کې د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پر ۱۴ تدارکاتي موضوعاتو او  پروژو بحث وکړ او له ۲ میلیاردو ۳۴۷ میلیونو څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت یې اووه تړونونه منظور کړل.
دجمهوررييس مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
منظور شوي تړونونو کې لاندې پروژې شاملې دي:
• په ۱۳۹۶ کال کې سعودي عربستان ته د افغانستان د ۳۰ زرو۲۵۰ تنو حاجیانو د هوایي لېږد او رالېږد د خدمتونو پروژه،
• د کابل، لغمان او هلمند ولایتونو لپاره د تخنیکي او مسلکي روزنو د ترسره کولو د مشورتي خدمتونو پروژه،
• د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت اړوند د بېنډوېت (Bandwidth) انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې قرارداد،
• له نوري فاېبر سره د هېواد ۱۵ پوهنتونونو د نښلولو د پروژې قرارداد،
• د سوېلي آسیا د تحصیلي او څېړنیزې شبکې د نښلولو د خدمتونو TIEN4  پروژه، 
• د نورستان ولایت اړوند د دو آبې د دهن پل پیار څخه تر منډول پورې د لومړۍ برخې د ۱۱ کیلو متره سړک د بیارغونې د قرارداد د وخت تمدید،
• د هېواد د کورنيو هوایي ډګرونو د الوتکو لپاره د یو قلم تېلو د تدارک قرارداد.
بل لوري د ملي تدارکاتوکمېسیون د اوبو او انرژي وزارت اړوند د درې بندونو پروژې د اقتصادي تحلیل په غرض او همداراز د ټولګټو وزارت اړوند د سرپُل ولایت د شبرغان سړک د ډيزاین او جوړولو پروژه د تخنیکي ستونزو د له منځه وړلو په غرض بېرته وروګرځول شوه.
د یادونې وړ ده چې ملي تدارکاتو کمېسیون د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژي وزارت اړوند د بېنډوېت (Bandwidth) انټرنټي خدمتونو د وړاندې کولو د پروژې تړون د نوي قرارداد تر سره کولو پورې په مشروط ډول منظور کړ.
په دې غونډه کې د کمېسیون د غړیو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې چارواکو، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې مالي او بودجې کمېسیون، مشرانو جرګې د ملي اقتصاد، مالي او بودجی کمېسیون، سيګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ څارونکو برخه اخستې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته