ټولنه

په هلمند کې دوه نیم پېړۍ وړاندې جوړه شوې کلا د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده

لښکرګاه/ د کب ۲۴ مه/ باختر
په هلمند کې د نایب سالار امیر محمد خان کلا چې دوه نیم پېړۍ وړاندې جوړه شوې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ ده.
یاده کلا د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته نږدې د کارېز په سیمه کې په ۶ کیلو مترۍ کې موقیعت لري او له نن څخه ۲۴۴ کلونه وړاندې د نایب نیکه د احمدشاه بابا د زوی تیمورشاه د واکمنۍ پر مهال په ۱۷۷۷ م د وخت په پرمختللي ډیزاین جوړه کړې ده.
دغه کلا ٤ خونې او د کلا په هر کونج کی یوـ یو برج لري؛ خو اوس پکې یوازې د ۳۰ مترو په اوږدوالي یو لوی دوه پوړیز نظامي څار ځای (برج) روغ پاتې دی، چې دېوالانونه یې خورا پلن او مضبوط جوړ شوي دي.
د څار ځای لویدیځ لور ته په ( ۳۰) مترۍ کې یو جومات هم جوړ شوی، د دغه جومات ممبر اوس هم پرخپل حال پاتې دی ، نږدې ورته یو څاه هم کېندل شوې ، څاه په خورا ښکلي معیاري توګه جوړه شوې ،چې تر اوسه هم پر خپل پخواني حال پاتې ده.
د یاد لوی برج ختیځ اړخه ته د آسونو لپاره یوه لویه خونه هم جوړه شوې ، په دغې خونه کې د آسونو لسګونه اخورونه د دې څرګندویي کوي چې نایب سالار امیر محمدخان به سلګونه آسونه، سپاره او پیاده سرتېري لرل.
نایب سالار امیر محمد خان بارکزی د برګیټ زمان خان بارکزي زوی د الله داد خان لمسی او د نایب سالار محمد عثمان خان کړوسی دی چې په ۱۸۰۳ میلادی او په ۱۱۸۲ لمریز کال د قندهار د پشت رود په سیمه کي د برګیټ زمان خان په کور کې یې دې دنیا ته سترګې پرانیستي دي.
سالار خپلې لومړنۍ زده کړې په قندهار کې په قاضي القضات محمد سعید خان علومي او لوړې زده کړي یې خان علوم کې سرته ورسولې.
په ۲۰ کلنۍ کې يې له خپل پلار سره سیاست ته را ودانګل او په نظامي زده کړو کې یې زیات مهارت لاره.
د امیر دوست محمد خان د زوی وزیر اکبرخان او د سردار محمد اعظم خان د زوی سردار سلطان محمد خان سرکار او ځنیو نورو ځوانانو سره یې د وطن په دفاع کې ونډه اخیستې ده .
هغه د وزیر محمد اکبرخان او سلطان محمد خان سرکار سره په ۱۸۲۶ م کال د امیردوست محمد خان په پوځ کې دنده واخیسته؛ خو کله چې په ۱۸۳۷ م کال د سیکانو مشر رنجت سینګ امیر دوست محمد خان ته ګواښ وکړ چې نورباید جلال آباد سیکانو ته پرېږدي که نه سیکان به امیر له کابله هم وباسي، په دغه وخت کې یې د نواب جبارخان په مشرۍ یو لښکرپېښور ته ورولېږه چې په دغه لښکر کې جنرال نایب امیرمحمد خان ، وزیر اکبرخان او سردار سلطان محمد خان سرکارهم ګډون درلود او د سیکانو د خوځښت مخه یې ونیوله .
د نائب سالار امیر محمد خان کړوسی ډګروال عبدالصمد خان وایي: دا کلا ډېره پخوانۍ ده او اصلا د نائب سالار محمد امیر محمد خان نیکه محمد زمان خان جوړه کړې ده او دی د الله داد خان زوی دی.
هغه وایي چې ده ته سپاه سالاري امیر عبدالرحمان خان ورکړې، خو د ده تر مرګ وروسته امیر حبیب الله خان جنرال نادرخان ته سپاه لاري او جنرالي ورکړه .
د ده په خبره چې نائب امیر محمد خان ۳۰۰ آسونه درلودل او د امیر عبدالرحمان او امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پرمهال له مشهده بیا تر پېښوره د دولت مالیات راټولول او هغه پیا ده او سپاره سرتېري هم لرل.
دی وایي چې ما د خپل نیکه د کلا ساتنه کړې او پخپل شخصي لګښت یي د یادې کلا برج رغولی او له ویجاړېدو یي ژغورلی دی.
هغه له دولت غواړي چې د نائب سالار امیر محمد خان کلا ورغوي چې تاریخي ارزښت یې په خپل ځای پاتې شي.
د کلا خونې او د خونو چتونه د وخت په تېرېدو سره د اورښتونو له امله سوري ـ سوري او تخریب شوي او که پاملرنه ورته ونه شي راتلونکي څوکلونو کې به ټول ونړېږي او له منځه به لاړه شي.
اوس د کلا په انګړ کې لویې ـ لویې کندې کښل شوې او د شاو خوا ډېرې برخې یې خلکو کنډ اوکپر کړې دي.
د نایب امیر محمد خان اولاده چې سلګونو ته رسېږي اوس هم دغه کلا ته نږدې اوسېږي او یو لوی کلی لري.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حمیدالله ویاړ د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ګل محمد غورځنګ ته ویلي چې یاده کلا په فرهنګي میراثونو کې شمېرل کېږي او پلان لري، چې راتلونکي کال کې به یې تخریب شوي ځایونه بیا ورغوي.
هغه زیاتوي چې د بست کلا او کارېز په سیمه کې به ټولې تاریخي کلا ګانې او تاریخي ابدات چې تاریخي ارزښت ولري ورغوي او تر بیا رغوني وروسته به د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لارښوونې او طرزالعمل له مخې به سیلانیانو ته ځانګړي ټکیټونه وضع کړي او دا به د دولت عایداتو لپاره سرچینه هم شي.
ناېب امیرمحمد خان د امیر دوست محمد خان وروسته د امیر شېرعلي خان او امیر عبدالرحمان خان باوري شخص و او د جنرالۍ رتبه هم امیر عبدالرحمان خان ورکړه او د امیرحبیب الله خان تروخته جنرال او نائب و.
ده خپل ورور ته چې د حبیب الله خان د دربار شاه غاسي ؤ وویل: زما جنازه باید مزار شریف ته یوړل شي ځکه زما ملګری وزیر اکبرخان هلته ښخ دی؛ نو ما هم باید هلته ښخ کړئ کله چې په ۱۹۰۱ م ۱۲۸۰ لمریز کال ومړ ، نو د امیرحبیب الله خان په امر یې ورور نیک محمدخان جنازه د فیل پرشا مزار شریف ته یوړه او هلته یې په روضه کې خاورو ته وسپاره. تر مرګ ورسته یې امیرحبیب الله خان د ده پر ځای نادرخان جنرال او سپاسالار و ټاکه.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته