سیاست

د بهرنيو چارو وزير په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د نمايندګۍ له رييس سره وکتل

کابل/ باختر/ د غويي د مياشتې ۳ مه
د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په افغانستان کې د سره صليب د نمايندګۍ له رييس خوان پدرو شرر سره وکتل .
د بهرنيو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: 
په دې کتنه کې شرر، په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کمېټې د فعاليتونو او چلنجونو په اړوند خبرې وکړې او د افغانستان لپاره يې د دغه نړيوال بنسټ ژمنې بيان کړې .
  د بهرنيو چارو وزير هم په افغانستان کې د دغه بنسټ د فعاليتونو په قدردانۍ، د سره صليب د نړيوالې کمېټې کارونه ښه وبلل او له دغه نړيوال بنسټ څخه يې د افغانستان د اسلامي جمهوريت ملاتړ څرګند کړ.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته